مولوي امیرخان متقي د ازبکستان ټرانسپورټ وزیر سره کتلي

مولوي امیرخان متقي د ازبکستان ټرانسپورټ وزیر سره کتلي سیاست
د ټرانسپورټي او ټرانزیټي تعرفو راکمولو ته چمتو دي

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دې وزارت ویز مولوي امیرخان متقي د ازبکستان جمهوریت د ټرانسپورټ وزیر الهام محکموف سره کتلي دي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد تکل په خپله ایکس پاڼه ویلي، په دې کتنه کې په دوه اړیخیزو سیاسي او اقتصادي، سیمه ییز اتصال، ټرانزیټي پروژو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې شوې دي.

په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي د اقتصاد محوره سیمه ییز اتصال او د افغانستان فعلي وضعیت په هېواد کې د اقتصادي پروژو د تطبیق لپاره غوره فرصت بللی او د یادو پروژو په برخه کې یې د ازبکستان د هڅو د چټکېدو غوښتنه کړې.

په دې کتنه کې د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر ویلي، د دې هېواد ولسمشر او رهبري یي افغانستان ته ځانګړې پاملرنه لري او د اسلامي امارت له هغې پالیسي ملاتړ کوي، چې غواړي افغانستان د سیمې پر ټرانزیټي مرکز بدل شي.

ښآغلي محکموف همداراز زیاته کړې، د افغان – ټرانس پروژې عملي پیل او امکان سنجي لپاره تخنیکي ټیم هم کابل ته رسېدلې دی.

د نوموړي په خبره، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ګمرکي او سرحدي خدماتو ۲۴ ساعته کولو او د ټرانسپورټي او ټرانزیټي تعرفو راکمولو ته چمتو دي.

تړلي موضوعات