افغانستان د سیمې د اقتصادي نښلونې برخه کې مهم رول لرلی شي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمې ناستې په څنډه کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتنه کې په سیمه او نړۍ کې د وروستیو بدلونونو وروسته د افغانستان موقعیت ته په اشارې ویلي، افغانستان د سیمې اقتصادي نښلونې په برخه کې مهم رول لرلی شي.
سرګۍ لاوروف دې کتنه کې له افغانستان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې د خپل هېواد د اړيکو پر پراختيا ټينگار ترڅنګ ویلي، روسيې شرکتونه لېواله دي چې افغانستان کې د کرنې، کانونو او ټرانسپورټ برخو کې پانگونه وکړي.
ښاغل لاوروف وویل، د افغانستان مرکزي بانک د زېرمو کنګلول او نور فعالیتونه نه باید په تعامل پورې وتړل شي.
دې کتنه د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، د مسکو فارمټ دې د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر میکانیزم بدل شي.
مولوي امیرخان متقي د روسیې فدراسیون سره د اسلامي امارت د ډپیلوماټیکو اړیکو د کچې لوړلو غوښتنه کړې.
دې کتنه کې نوموړي له خپل روسي سیال سره پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو او سیمه ییزو چارو خبرې کړې دي.