ا.ا ایران کې د افغانانو د اعدامولو د مخنیوي هڅې پیل کړې

ا.ا ایران کې د افغانانو د اعدامولو د مخنیوي هڅې پیل کړې سیاست
ایران کې د افغانانو د اعدامونو لړۍ

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت رسنیو ته په استولي غږیز کلیپ کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي، چې ایران کې په بېلابېلو جرمونو بندي افغانان هېواد ته را انتقال کړي.

ښاغلي فطرت د ایران له حکومت او رهبرۍ غوښتي، چې د هغو افغانانو په اعدام کې دې له احتیاط کار واخلي، چې هلته په اعدام محکوم شوي دي.

نوموړي ایران کې د افغانانو اعدام ته په اشارې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي، چې ایراني چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي او د اعدامونو مخه یې ونیسي.

د یادولو ده، چې د ایران بشري حقونو سازمان دوه ورځې وړاندې د ایران قزل حصار کرج زندان کې  د دوو افغانانو په ګډون د اتو تنو زندانیانو د اعدام خبر ورکړ

تړلي موضوعات