ډپيلوماټیک ډګر کې یو بل پرمختګ؛ ازبکستان هم د اسلامي امارت سفیر ومنلو

ډپيلوماټیک ډګر کې یو بل پرمختګ؛ ازبکستان هم د اسلامي امارت سفیر ومنلو سیاست
تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر ته تر باورلیک سپارلو وروسته

د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې دازبکستان هېواد له لوري تاشکند کې شیخ عبدالغفار بحر د اسلامي امارت د سفیر په توګه ومنل.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، ښاغلي بحر خپل باورلیک د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ته سپارلی دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، دا د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اړېکو په پراختیا کې مهم ګام دی.

بختیار سعیدوف ویلي، ازبکستان ته د افغانستان سفیر په راتګ سره به د دواړو هېوادونو اړېکې لا پراخې شي.

بلخوا تاشکند کې د افغانستان سفیر ښاغلي بحر د دواړو هېوادونو ترمنځ لوړې کچې ته د اړېکو پوته کېدل یو مهم فصل بللی او د اړېکو د لا پیاوړي کېدو هیله یې ښودلې.

په پام کې ده چې د ا.ا.ا. سفير به په نږدې راتلونکي کې د باورليک اصل د ازبکستان ولسمشر ښاغلي شوکت میرضیایف ته وړاندې کړي.

تړلي موضوعات