د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر سره کتلي
د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په خپل اېکس پاڼه لېکلي، د اسلامي امارت سفیر شیخ عبدالغفار بحر سره یې لېدنه کې د دوه اړخیزو موضوعاتو د سېمې او نړۍ په مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي، له افغانستان سره ګډو مشترکاتو ته په کتو د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا لپاره هڅې کوي.