د کمال خان بند چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوي

د کمال خان بند چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوي بیارغونه او پراختیا
په بشپړېدو سره به شپږ میګاواټه برېښنا هم تولید کړي

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د رغونې چارې وروستي پړاو ته رسېدلې او دېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دې وزارت ویاند له رسنیو سره خبرو کې ویلي، د یاد بند چارې ۹۹ سلنه پرمخ تللې، چې په بشپړېدو سره به شپږ میګاواټه برېښنا هم تولید کړي.

دغه راز د کمال خان بند د ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د کرنیزو ځمکو خړوبولو، د سېلابونو او موسمي بارانونو اوبو مهار، د ځمکې لاندې اوبو مدیریت او پیاوړتیا او د وچکالۍ مخنیوي په موخه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د لویو او وړو ذخیروي بندونو چارې پیل کړې، چې د ګڼ شمېر هغو یې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او له اوبو هم ډک شوي دي.

تړلي موضوعات