د هنګرا له څلور لارې تر قصبې د نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

د هنګرا له څلور لارې تر قصبې د نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
د کورنیو چارو وزارت په شاوخوا او نږدې سیمو کې ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي

د کابل ښاروالۍ په خپله اېکس پاڼه په یوه خبر کې لیکي، چې د پنځه لسمې حوزې اړوند د هنګرا له څلور لارې تر قصبې د نږدې ۲ کلیومټره نښلوونکي سړک د جوړېدو چاري پیل شوي.

د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې دغه سړک د ۱۸۹۰ متره په اوږدوالي او د ۴۵ متره سور په لرلو سره په اساسي ډول جوړیږي، چې په بشپړېدو سره به یې د کورنیو چارو وزارت په شاوخوا او نږدې سیمو کې ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي.

کابل ښاروالۍ زیاتوي، چې د دغه سړک په اوږدو کې ٤٠٠ استملاک شوي ملکيتونه شتون لري، چې ٩٠ سلنو ته یې د استملاک قانون له مخې حقونه ورکړل شوي او د پاتې نورو ځمکو مالکینو ته به هم حقوق ورکړل شي.

د یادونې وړ ده، چې د پلازمینې کابل ښاروالۍ له لوري په دې شاو خوا اووه میلیوني ښار کې په لسګونو د پراختیا او ښکلا  بیلابیلې پروژې پیل او بشپړې شوي، چې د هیوادوالو له تاوده هرکلي سره مخ دي.

تړلي موضوعات