حکومت د «نور او بریا» نشرات وځنډول

حکومت د «نور او بریا» نشرات وځنډول افغانستان
د نور او بریا تلوېزیونونو لوګوګانې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت تازه خبر ورکړی، چې حکومت د نور او بریا تلوېزیونونو د نشراتو ځنډولو پرېکړه کړې.

د یاد وزارت ویاند خبیب غفران د دې تلوېزیونونو د خپرونو ځنډېدو پرېکړې لاملونو په اړه وايي، چې نور تلوېزیون له مکررو توصيو او اخطارونو سربېره ژورنالېستيکي اصول نه مراعتول، ملي او اسلامي ارزښتونه یې په پام کې نه نیول، قومي، ژبني او سمتي تعصب ته یې لمن وهله او همدا راز د دواړو تلوېزیونونو د امتیاز خاوندان په هېواد کې شتون نه لري او په مسلسل ډول د نظام تخریب او پوچ تبلغات کوي.

ښاغلی غفران زیاتوي، چې د دې لاملونو پر اساس پرېکړه وشوه چې د دې رسنیو دوسیه محکمې ته راجع شي او تر هغه وخته دې د دواړو تلوېزیونونو نشرات ځنډېدلي وي.

د یادونې وړ ده، چې دا پرېکړه نن د رسنیو د سرغړونو کمېسیون ناسته کې شوې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ ترسره کېده.

تړلي موضوعات