د چین تر سرحد پورې د واخان سړک جوړولو په اړه خبرې شوې
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمدیونس اخندزاده په کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې له واخان څخه د چین تر سرحد پورې د سړک جوړولو پروژې خبرې کړې دي.
ملا محمدیونس اخندزاده په دې کتنه کې ویلي، له واخان څخه د چین تر سرحد پورې د جوړېدونکي سړک لومړنۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي او ډېر ژر به د چین له سرحد سره ونښلول شي.
نوموړي زیاته کړې، د دغه سړک اساسي رغول د دواړو هېوادونو په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول لري.
بلخوا د چین سفیر ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د بنسټیزو پرمختیايي پروژو د پلي کېدو او پراختیا په برخه کې له دې هېواد سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
دغه سړک د افغانستان، چین او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ لنډه او ګټوره لاره کېدای شي.