لس ولایتونو کې ۱۳۸ د اوبو ذخیره کولو واړه بندونه جوړ شوي

لس ولایتونو کې ۱۳۸ د اوبو ذخیره کولو واړه بندونه جوړ شوي بیارغونه او پراختیا
د ځمکې لاندې اوبو زیرمو پیاوړتیا په موخه جوړ شوي دي

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې په لس ولایتونو کې د ۴۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۳۸ د اوبو ذخیره کولو واړه بندونه جوړ او ګټي اخیستنې ته سپارل شوي دي. 

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه بندونه په ارزګان، کندهار، تخار، جوزجان، بدخشان، ننګرهار، لغمان، فاریاب، بامیان او دایکندي ولایتونو کې جوړ شوي چې، په وروستیو اورښتونو کې له اوبو ډک شوي هم دي. 

دې وزارت زیاته کړې، چې دغه واړه بندونه د وچکالۍ زیانونو کمولو، سېلابونو مخنیوي، د موسمي اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو زیرمو پیاوړتیا په موخه جوړ شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي فرمان له مخې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د اوبو ذخیره کولو واړه بندونه جوړېږي، چې له ډلې یې په لسګونو جوړ او ګټي اخیستنې ته سپارل شوي دي.

تړلي موضوعات