ځانګړو قطعاتو فرقې څخه ۱۳۳۸ تنه منسوبین فارغ شول

ځانګړو قطعاتو فرقې څخه ۱۳۳۸ تنه منسوبین فارغ شول افغانستان
نوي فارغ شوي سرتېري

د اسلامي ملي اردو ۱۳۳۸ تنه ځوان منسوبین د دفاع وزارت ځانګړو قطعاتو له فرقې څخه فارغ شوي؛ چې په دې اړه مراسمو کې ګڼو حکومتي چارواکو ګډون کړی وو.

د دې فرقې مسؤلینو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې داسې یو غښتلی او منظم پوځ به وروزي چې د اسلامي نظام او هېواد ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه به کولی شي.

د ملي دفاع وزارت وايي، چې په دې اړه مراسمو کې د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت نویو فارغ شویو سرتېرو ته وویل، کوم امنیت او سوله چې اوس په هېواد کې حاکمه ده ستاسو برکت دی؛ ټول مشران او د هېواد وګړي ستاسو په احساساتو او سرښندنو وياړي.

د وزارت په خبره، چې د يادو فارغانو له جملې څخه ۹۸۷ تنه له لومړنیو زده کړو او ۴۴۹ تنه د تخصصي څانګې څخه فارغ شوي دي.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت د اسلامي ملي اردو مسلکي او عالي نظامي روزنې لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي او وروستیو کې په لسګونو زره سرتېري له نظامي او مسلکي زده کړو بشپړولو وروسته فارغ شوي دي.
#حریت_راډيو

تړلي موضوعات