بغلان کې د نشه یي توکو تولید یوه کارخونه له منځه وړل شوې

بغلان کې د نشه یي توکو تولید یوه کارخونه له منځه وړل شوې افغانستان
د نشه یي توکو څومه کارخونه ده، چې د پولیسو له لوري له منځه وړل کېږي

د بغلان ولايت امنيې قومانداني د دغه ولایت تاله او برفک ولسوالۍ کې د نشه یي توکو د تولید او پروسس یوې کارخونې د کشف او له منځه وړلو خبر ورکوي.

د دغې قومنداني له لوري خپاره شوي خبر کې راغلي، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو یې د یادې ولسوالۍ په بدمک کلي کې د نشه يي توکو د توليد او پروسس يوه فابريکه کشف او له منځه وړې ده.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، په دې فابریکه کې یو ټن پروسس شوي کوکایین، ۵۰ لېټره تېزاب، ۳۰۰ لېټره د کوکایینو شيره، ۱۰۰ لېټره تېل او د نشه یي توکو د چمتو کولو بېلابېل وسایل هم نیول شوي دي.

باید وویل شي، چې هېواد کې له نشه یي توکو سره د اسلامي امارت په جدي مبارزې سره د بغلان ولایت په تاله و برفک ولسوالۍ کې دا د نشه یي توکو څومه کارخونه ده، چې د پولیسو له لوري له منځه وړل کېږي.

تړلي موضوعات