سمنګان کې د نږدې ۲۱میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکو چارې پیل شوې
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، سمنګان ولایت کې یې د ۲۰.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د څلور شبکو چارې پیل کړې.
دغه شبکې د یاد ولایت خلم ولسوالۍ ده حسن، صیاد، عبدالنظر او ملا سعدي کلیو کې جوړېږي.
دغو پروژو کې ۱۰ تر ۵۰ مکعب مترو په وړتیا د ذخیرو جوړول، د ۱۴زره ۹۳۷ مترو په اوږدوالي پايپ غځول او د ۷۶ سولر تختو لګول شامل دي.
د دغو شبکو په بشپړېدو سره به د یادو کلیو ۸۵۴ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.