هرات ولایت ته لس تنه بهرني سېلانيان ورغلي
د اطلاعاتو اوکلتور وزارت لخوا تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې هرات ولايت ته لس تنه بهرني سېلانيان د چکر په موخه تللي دي.
دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه ليکلي، یاد شمېر سېلانیان، چې ټول یې د چین هېواد دي هرات ولایت ته د تاريخي ځايونو او تفریحي سيمو د ليدنې په موخه ورغلي دي.
یاد وزارت د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوى آمر رحمت الله محمدي له قوله ویلي، په دغه ولايت کې د سېلانيانو لپاره ټولې لازمې اسانتياوې برابرې شوې دي او دغه ولایت د بهرنيو سېلانيانو لپاره یو مناسب ځای دى.
له بل لوري یادو چینایي سېلانیانو ویلي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت د ټولنیزو رسنیو له لوري وړاندې شوي مجازي وضعیت سره د پرتلې وړ نه دی، دغه هېواد د پام وړ ښه امنیت لري او خلک یې په عادي ډول ژوند کوي.
یاد سېلانیان په داسې حال کې دغه ولایت ته سفر کوي، چې د اسلامي امارت بیا ځلې واکمنېدو سره ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی او افغانستان ته د بهرنیو سېلانیانو تګ راتګ ډېر شوی دی.