مسکو کې د اسلامي امارت نوې پوځي اتشې دنده پیل کړه

مسکو کې د اسلامي امارت نوې پوځي اتشې دنده پیل کړه افغانستان
پر متقابل احترام ولاړې مثبتې او ښې اړیکې غواړي

مسکو کې د افغانستان سفارت مسؤلینو خبر ورکړی، چې د روسیې پلازمېنه مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت نوې پوځي اتشه معرفي او دنده یې پیل کړه.

د یاد سفارت مسؤلین زیاتوي، چې احمد یاسر مسکو کې د اسلامي امارت له لوري د پوځي اتشې په توګه معرفي شوی او تازه یې په کار پیل کړی دی.

چارواکي وايي، چې د افغانستان اسلامي امارت پر روسیې سربېره له ټولې نړۍ سره پر متقابل احترام ولاړې مثبتې او ښې اړیکې غواړي.

د دې نوې پوځي اتشې د معرفي کېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي تېره پنجشنبه کابل کې د ایران سفیر سره کتنه کې ویلي و، چې د افغانستان اړیکې د سیمې له هېوادونو سره د پراختیا په درشل کې دي.

تړلي موضوعات