ننګرهار کې له لسګونو درملتونونو او هټیو څخه څارنه شوې ده
د خوړو او درملو ملي ادارې خبر ورکړی، چې ننګرهار ولایت کې له ۲۷ بابه درملتونونو او خوراکي توکو هټیو څخه څارنه شوې ده.
یادې حکومتي ادارې زیاته کړې، چې دا څارنه د ننګرهار خوړو او درملو ریاست منسوبینو له لوري ترسره شوې، چې له یادو درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه ۲۰۹ کیلوګرامه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل له منځه وړلو په موخه راټول شوي دي.
نوموړې اداره وايي، چې دا څارنه تېره ورځ د ننګرهار د لومړۍ او دوهمې ناحیې اړوند سیمو کې شوې ده.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره د خوراکي توکو او درملو کیفیت ته ځانګړې پاملرنه شوې ده او مسؤلین د غیري صحي او بې کیفیته خوراکي توکو او درملو خرڅلاو مخنیوي په موخه وخت نا وخت له هټیو او درملتونونو څارنه کوي.