اسلامي امارت د هېواد ټولو قومونو پر وړاندې یو شان مسئولیت لري
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هېواد اهل تشیع ټولنې له استازو سره په کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د قومونو ترمنځ تبعیض او جلا والی نه مني.
په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د ټولو قومونو پر وړاندې یو شان مسئولیت لري او ولسونو ته خدمات وړاندې کول د حکومت تر ټولو مهمه دنده ده.
نوموړي د اهل تشیع هېوادوالو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې پر وړاندیزونو به یې غور وشي.