هندوانو ته د غصب شویو ځمکو د جدي څېړنې لپاره د عدلیې وزارت ژمنه

هندوانو ته د غصب شویو ځمکو د جدي څېړنې لپاره د عدلیې وزارت ژمنه افغانستان
یو شمېر نورو ولایتونو کې د زورواکو له خوا غصب شوې دي

د عدلیې وزیر او د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون مشر شیخ عبدالحکیم شرعي د هېواد اهل هنودو ته ویلي چې د دوی د ځمکو د غصب موضوع په جدي توګه څیړل کیږي.

د عدلیې وزارت د اهل هنودو له یو شمېر استازو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي چې د غصب شویو ځمکو اسناد، قبالې، موقعیت او د ځمکو اندازه دې له دې کمېسیون سره شریکه کړي، څو دغه کمېسیون موضوع ته رسېدنه وکړي.

په دې ناسته کې د اهل هنودو استازو ویلي، چې د دوی ډېری ځمکې په ننګرهار، خوست، لوګر، پروان، غزني، بلخ، بغلان، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د زورواکو له خوا غصب شوې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د تېرې ادارې پر مهال د زورواکو له لوري د هېواد د اهل هنودو ډېرې ځمکې او جایدادونه غصب شوي، خو اوس د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په دې اړه د جدي څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.

تړلي موضوعات