البدر قول اردو لسګونه عرادې نظامي وسایط رغولي

البدر قول اردو لسګونه عرادې نظامي وسایط رغولي افغانستان
خیبر لوا انجنیري ټیم لسګونه عرادې پوځي وسایط رغولي دي

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد په جنوب کندهار کې د ۲۰۵ البدر قول اردو دوهمې پلې خیبر لوا انجنیري ټیم لسګونه عرادې پوځي وسایط رغولي دي.

دغه پوځي وسایط د یادې قول اردو د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو له لوري ترمیم او ګټي اخیستنې ته چمتو شوي دي.

یاد وزارت وايي، چې په دغو ترمیم شویو وسایطو کې ۱۴ عرادې ضربتي ټانګونه، ۱۲ هاموې ټانګونه او ۱۰ انټرنېشنل موټر شامل دي.

د یادونې ده، چې د هېواد په پوځي مرکزونو کې د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو له لوري په زرګونو عرادې هغه پوځي وسایط رغول شوي، چې تېرې ادارې پر مهال تخریب شوي وو.

تړلي موضوعات