۲۰۷ الفاروق قول اردو منسوبینو ۴۰۰تنه هېوادوال ژغورلي

۲۰۷ الفاروق قول اردو منسوبینو ۴۰۰تنه هېوادوال ژغورلي افغانستان
د ژغورنې ټیم پخپلو هڅو سره ژغورلي دي

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې په هرات کې د الفاروق قول اردو د پنځمې سرحدي لوا د ژغورنې ټيم په سېلابونو کې بند پاتې ۴۰۰هېوادوال ژغورلي دي.

یاد وزارت ویلي، دغه هېوادوال د هرات اسلام کلا په لویه لار د سختو سېلابونو راوتلو له کبله بند پاتې وو، چې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د پنځمې لوا د ژغورنې ټیم پخپلو هڅو سره ژغورلي دي.

دغه هېوادوال پر داسې مهال د امنیتي ځواکونو له لوري ژغورل کېږي، چې په هېواد کې د وروستیو درنو واورو او بارانونو له کبله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په سلګونو هېوادوال په سېلابونو او درنو واورو کې بند پاتې وو، چې پر وخت ځمکني او هوایي ځواکونه د هغوی مرستې ته ځان رسولی او ژغورلي یي دي. 

تړلي موضوعات