د کراچۍ له بیلابیلو زندانونو څخه له ۴ زرو زیات بندیان خلاص شوي
د پاکستان په کراچۍ ښار کې افغان قونسل مولوي عبدالجبار تخاري وايي، د کراچۍ له بیلابیلو زندانونو څخه په تیرو نږدې دوه کلونو کې له ۴ زره زیات افغان بندیان خلاص او هېواد ته لیږل شوي دي.
ښاغلي تخاري ویلي، په دې تعداد بندیانو کې ۸۵۰ تنه د قانوني اسنادو لرونکي افغانان وو، چې له زندانونو څخه تر خلاصېدو وروسته بیرته پاکستان کې پاتې شوي او پاتې نور یې هیواد ته لیږل شوي.
په کراچۍ کې د اسلامي امارت لوی قونسل زیاته کړې، چې اوس مهال په دې هېواد کې د کډوالو وضعیت عادي دی او له پاکستاني حکومت څخه یې غوښتنه کړې، چې افغانان ونه ځوروي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستاني حکومت له لوري د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په پیلیدو سره په دې هېواد کې د قانوني اسنادو لرونکي افغانان هم د پاکستاني پولیسو له لوري ځورول او نیول شوي دي.