نږدې شلو ولایتونو کې د واورې، او نسبتا تیزو بارانونو د اورښت اټکل شتون لري

نږدې شلو ولایتونو کې د واورې، او نسبتا تیزو بارانونو د اورښت اټکل شتون لري افغانستان
له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو او سانتي مترو پوري رسیږي

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په یوه خبرپاڼه کې نن او سبا سه شنبه په هرات، فراه، نیمروز، کندهار، زابل، اروزګان، غزني، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، سمنګان، بامیان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د نسبتا تیزې واورې او باران اورښت اټکل کړی دی. 

یاد وزارت ویلي، چې د بارانونو او واورو اورښت دغې څپې اندازه په بیلا بیلو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو او سانتي مترو پوري رسیږي. 

په ورته مهال د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت زیاته کړې، چې نن او سبا د یادو اورښتونو له امله د سیلابونو راوتلو اټکل هم شتون لري او دغه راز په في ساعت کې له ۳۰ تر ۷۰ کیلو مترو پورې سرعت سره د بادونو لګیدو وړاندیونه هم کیږي.

تړلي موضوعات