روژې مبارکه میاشت کې دولتي کاري وختونه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن د روژې مبارکې میاشتې د دولتي کاري وختونو د پیل او پای موده اعلان کړه.
یاد وزارت ویلي، چې روژه کې به دولتي کاري وخت د سهار له ۹ بجو پیل کېږي او د ماسپښین په ۲ بجو به پای ته رسېږي.
وزارت په خپره کړې خبرتیا کې ویلي، چې دا کاري وخت د پنجشنبې ورځو په ګډون بې له وقفې څخه دی.
خبرتیا کې همدارنګه راغلي، چې توليدي او خدماتي مؤسسات، په دایمه توګه فعالې برخې، نشراتي، روغتيايي، تعليمي او د لوړو زده کړو مؤسسې دې د روژې میاشت کې د مرکز او ولایاتو په کچه د ټولو ادارو د کارکوونکو د کار پیل او پای مهال وېش د کاري او اقليمي شرايطو په پام کې نیولو سره تنظیم کړي.