روان کال کې ۸۱۰ ټنه تاریخ تېر خوراکي توکي له منځه وړل شوي
د خوړو او درملو ملي ادارې مسئولینو د پنځه کلن ستراتیژيک پلان جوړولو مشورتي ورکشاپ کې ویلي، روان کال په ټول هېواد کې ۵ زره ۹۲۱ قلمه تاریخ تېره او بې کیفیته توکي چې ۸۱۰ ټنه کېږي راټول او له منځه وړل شوي دي.
د دې ادارې رئیس عبدالباري عمر په دې ورکشاپ کې ویلي، چې د اسلامي امارت تر حاکمیت مخکي د دې ادارې فعالیتونه یوازې په مرکز پورې محدود شوي و، خو اوس په منظم شکل په هېواد کې له ټولو ګمرکونو په دوامداره توګه څارنه کېږي.
ښاغلي عمر په هېواد کې د بې کیفیته وارداتي توکو کنټرول ته په اشارې زیاته کړې، چې د هېواد په ګمرکونو کې د موادو د کفیفت تثبیت ۷ لابراتوارونو د جوړېدو چاري پیل شوې، چې په کندهار کې یې چارې بشپړې شوې او دپاتې نورو کارونه دوام لري.