د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د نیالګیو کېنولو لس کلنه طرحه تائید شوه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې په ۱۸ مه غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو لس کلنه طرحه تائید شوه.
همداراز یاده غونډه کې امنیتي کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې د ټولو هغو قاچاقبرانو پر وړاندې چې د نشه یي توکو په قاچاق کې ښکېل دي د فعالیت ځایونه او ممنوعه موادو د کشف په اړه دې پرېکنده اقدامات ترسره کړي.
په دې غونډه کې ټولې دولتي ادارې له دولتي شرکتونو سره د واحدې منبع له لوري په قرارداد کولو مکلفې شوي دي او پرېکړه وشوه، چې په ټولو هغو مواردو کې چې دا شرکتونه يې ترسره کولی شي ورته لومړيتوب ورکړي.