امنیتي ځواکونو سروبي ولسوالۍ کې یوه اندازه وسلې او مهمات نیولي

امنیتي ځواکونو سروبي ولسوالۍ کې یوه اندازه وسلې او مهمات نیولي افغانستان
امنیتي ځواکونو سروبي ولسوالۍ کې یوه اندازه وسلې او مهمات نیولي

د کابل امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امنیتي منسوبینو د پلازمېنې کابل سروبي ولسوالۍ اړوند سیمو کې مختلف ډوله ماینونه، یو میل سقیل، په سلګونو فیره مرمۍ، څو پایې مخابرې او نورو نظامي تجهیزات کشف او نیولي دي. 

په ورته مهال امنیه قومندانۍ ویلي، چې د نیول شویو وسلو او نظامي تجهیزاتو په تړاو څوک نه دي نیول شوي. 

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونو په ګڼو ولایتونو کې د کشفي او اوپراتیفي راپورونو پر اساس ډیر شمېر سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه کړې.

تړلي موضوعات