مالیزیا کې ممتاز افغان زده کړیال وستایل شو

مالیزیا کې ممتاز افغان زده کړیال وستایل شو افغانستان
د هغوی د ستاینې او تشویق په موخه د همېشنیو هڅو ډاډ ورکړی دی

په مالیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت له لوري د البخاري نړېوال پوهنتون ممتاز زده کړیال مجتبی امین وستایل شو.

په مالیزیا کې د افغانستان سفارت ویلي، په کوالالمپور کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر نقیب الله احمدي له لوري مجتبی امین چې د ښو علمي او ټولنیزو لاسته راوړنو په پایله کې یې د یاد پوهنتون څخه د علمي مرستیال اېوارډ ترلاسه کړ و؛ په ډالۍ او ستاینلیک وستایل شو.

ښاغلي احمدي یاد هېواد کې د ټولو افغان محصلینو هر راز ستونزو ته د رسېدنې ترڅنګ د هغوی د ستاینې او تشویق په موخه د همېشنیو هڅو ډاډ ورکړی دی.

تړلي موضوعات