په هېواد کې طبیعي پېښو ته رسېدنه؛ بامیانو والي شپنۍ ګزمې کوي
په هېواد کې په تېرو څو ورځو کې په پرلپسې ډول د واورو او بارانونو ورېدو سره په یو شمېر ولایتونو کې طبیعې پېښې رامنځته شوې دي.
دغو پېښو ته د رسېدو په موخه د اړوند ادارو سربېره اسلامي ملي اردو او هوایي ځواک هم د خلکو ژغورنې ته را دانګلي او ګڼ شمېر هغه هېوادوال یې ژغورلي چې په واورو او یا هم سېلابونو کې بند پاتي وو.
تازه د بامیانو ولایت مقام په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي په دې ولایت کې د طبیعي پېښو مخنیوي او رسېدو په موخه شپنۍ ګزمې پیل کړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي مولوي عبدالله سرحدي تېره شپه د بامیانو مرکز څخه ۴۵کیلومټره لرې د دره صوف او بامیانو پر لویه لار د ولنګګ او توب علي کلیو د خلکو وضعیت څخه څارنه کړې او مرسته یې ورسره کړې.
نوموړی داسې مهال شپنۍ ګزمې کوي، چې سړې هوا او سختو واورو په دې ولایت کې مالي زیانونه اړولي دي.