حوثـي ځواکونو تازه د بریتانیا بله بېړۍ په نښه کړې ده

حوثـي ځواکونو تازه د بریتانیا  بله بېړۍ په نښه کړې ده نړۍ
ویشتل شوې بېړۍ

د یمن حوثي ځواکونو تازه په سور سمندرګي کې د بریتانیا په یوه نفتي بېړۍ بریدونه کړي دي.

الجزیرې تلوېزیون د حوثیانو ویاند یحیی سریع له قوله خبر ورکړی، چې دا بریتانوي نفتي بېړۍ د توغندیو په واسطه په مستقیم ډول په نښه شوې ده.

یحیی سریع د دې برید په تائید سره یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پر غزې د اسرائیلي اشغالګرو د بریدونو تر درېدو پورې به په سور سمندرګي کې اسرائیلي بیړۍ او یا هم د اسرائیلو ملاتړو هېوادونو بېړۍ د دوی هدف وي او بریدونه به پرې کوي.

د یادونې وړ ده، چې حوثي ځواکونو غزه کې د روان اسرائیلي وحشت په غبرګون کې ګڼې د اسرائیلو، امریکا او بریتانیا بېړۍ په نښه کړې او بریدونه یې پرې کړي دي.



تړلي موضوعات