ټولې ستونزې دې د خبرو له لارې حل شي

ټولې ستونزې دې د خبرو له لارې حل شي افغانستان
د یوه داسې اسلامي نظام درلودونکی دی چې په ټول هېواد حاکمیت لري

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر ملا خیرالله خیرخواه د ناروې هېواد شارژدافیر پاول کلاومن بکن سره کتنه کې ویلي، د ټولو ستونزو حل د خبرو او هوکړو له لارې ممکن دی او هېوادونه کولای شي په دې اساس خپلو کې اړیکې جوړې کړي.

دغه وزارت خپره کړې خپرپاڼه کې ویلي، چې کتنه کې دواړو لوریو د امنیت، نشه یي توکو سره په مبارزې، اداري فساد سره په مبارزې، د بانکوالي او مالي سیستم مدیریت، د پراختیایي پروژو پیل او د اسلامي امارت په نورو لاسته راوړنو خبرې کړې دي.

همداراز دې کتنه کې ښاغلي خيرخوا ویلي، افغانستان له ۴۴ کلونو جګړو وروسته د یوه داسې اسلامي نظام درلودونکی دی چې په ټول هېواد حاکمیت لري.

خبرپاڼه کې زیاتوي شوې، چې نوموړي کتنه کې د متقابل احترام په چوکاټ کې د اړیکو پر دوام هم ټینګار کړی دی.

تړلي موضوعات