کډوالو ستونزو ته رسېدو عالي کمېسیون ناسته کړې

کډوالو ستونزو ته رسېدو عالي کمېسیون ناسته کړې افغانستان
د کډوالو ستونزو ته رسېدو عالي کمېسیون غړو ناسته | تصویر: ارګ

ارګ خبر ورکړی، چې په اجباري توګه د را ایستونکو کډوالو ستونزو ته رسېدو عالي کمېسیون مهمه غونډه کړې ده.

د ارګ له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د بېلابېلو کمېټو د فعالیتونو ساحې وټاکل شوې او هر کمېټه موظفه شوه، چې خپلې اړوند چارې په بېړني ډول تنظیم او په خپلو دندو پیل وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې ناسته کې له را ستنېدونکو مهاجرینو سره د اسلامي امارت دامکاناتو په محدوده کې د مرستو برابرولو او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

یاده دې وي، چې دا عالي کمېسیون د پاکستان او نورو هېوداونو څخه په جبري ډول د افغان کډوالو را ایستلو د ستونزو حل په موخه د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ۳۱ لوړ رتبه مسؤلینو په ګډون تېره پنجشنبه د اسلامي مشرتابه په حکم جوړ شوی.

تړلي موضوعات