کندهار کې د ۱۹چک ډېمونو د جوړېدو چارې پیل شوې

کندهار کې د ۱۹چک ډېمونو د جوړېدو چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
هېواد په ټولو ولایتونو کې شاوخوا ۴۶۰ چک ډیمونه جوړېږي

د هېواد جنوب کندهار کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندي د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د یوه یوه چک ډېم جوړېدو چارې عملا پیل شوې دي.

د کندهار ولایت مقام رسنیز دفتر د خبر له مخې یاد چک ډېمونه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د دغه ولایت په ټولو ۱۹ ولسوالیو کې د اوبو د ذخیره کولو په موخه جوړېږي.

د کندهار د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي فضل الباري فضلي وایي؛ په هر چک ډېم ۳ میلیون افغانۍ لګښت راځي، چي د چارو په بشپړېدو سره به یې تر ځمکې لاندې اوبه غني او د سیمې خلکو د کروندو لپاره به اغېزمن ثابت شي.

د کندهار ولایت مقام رسنیز دفتر ساعت وړاندې ویلي، چې د دې چک ډېمونو د جوړېدو چارو پیل پر دوام تازه د ښکته شاه ولیکوټ ولسوالۍ په جرګې سیمه کې د یوه چک ډېم جوړولو چارې پیل شوې.

د یادو چک ډېمونو د جوړونکي شرکت انجنیر وایي؛ دغه چک ډېم چې ۱۳۰ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري او ۲۰ تنو ته په کې دکار زمینه برابره شوې، چې د جوړېدو چارې به یې د یوې نیمې میاشتې په موده کې پای ته ورسېږي.

باید یاده شي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې د هېواد په ټولو ولایتونو کې شاوخوا ۴۶۰  چک ډیمونه جوړېږي، چې موخه یې د باراني او سېلابي اوبو کنټرول او د ځمکې لاندې اوبو ذخیره کول په ګوته شوي.

تړلي موضوعات