د جمهوریت روغتون د بیارغونې چارې دې چټکې او لا معیاري شي

د جمهوریت روغتون د بیارغونې چارې دې چټکې او لا معیاري شي بیارغونه او پراختیا
د جمهوریت روغتون د بیا رغونې چارې دې چټکي او معیارې ترسره کړي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ادارې کمېسیون جلسې په ناسته کې د جمهوریت روغتون د بیارغونې چارو په لا چټکتیا او معیارې کېدو ټینګار کړی دی.

په دې جلسه کې چې تېره ورځ ترسره شوې، د ښار او کور جوړولو او عامې روغتیا وزارتونو مسئولینو ته دنده سپارل شوې، چې د جمهوریت روغتون د بیا رغونې چارې دې چټکي او معیارې ترسره کړي. 

د یادونې ده، چې په جمهوریت روغتون کې د ریفورم او بیارغونې د چارو د پیل په اړه د روغتیا وزارت ویلي وو، چې په دغه روغتون به د روغتیا وزارت له بودجې څلور میلیاره افغانۍ ولګول شوي ترڅو پر معیاري خدماتو او تجهیزاتو سنبال شي.

تړلي موضوعات