د پنجشېر لوړو زده‌کړو موسسې پوهنتون ته ارتقا وکړه

د پنجشېر لوړو زده‌کړو موسسې پوهنتون ته ارتقا وکړه افغانستان
انځور ارشیف

د پنجشېر ولایت مقام حریت راډیو ته ویلي، چې د اسلامي امارت مشرتابه په حکم د پنجشېر ولایت د لوړو زده‌کړو موسسې پوهنتون ته ارتقا کړې.

د پنجشېر والي ویاند سیف الدین لټون ویلي، د پنجشېر پوهنتون چې تر دې وړاندې ۱۲جریبه ځمکه کې جوړ شوی اوس د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم ۱۰۰ جریبه نوره هم ورته ځانګړې شوې.

د نوموړي په خبره، ټاکل شوې د اکاډمیکو زده‌کړو ظرفیت لوړنې په موخه نوې ودانۍ هم جوړې شي.

د یادونې ده، چې تېرو څلور کلونو کې د لوړو ‌زده‌کړو وزارت ټول هېواد کې د اکاډمیکو بنسټونو د پیاوړتیا په موخه بنیادي اقدامات کړي او بېلابېلو پوهنتونونو کې لسګونه بنستیزې پروژې  پلي شوې دي.

تړلي موضوعات