د افغانستان او ازبکستان ترمنځ برېښنا برخه کې د همکارۍ هوکړې لاسلیک کیږي
د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، ټاکل شوې نن به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د برېښنا شبکې پراختیا او انتقال څلور هوکړې لاسلیک شي.
برېښنا شرکت خبرپاڼه کې راغلي، دغو پروژو کې د سرخان – دشت الوان ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي ۱۰۰۰میګاواټه ته تمدیدول، ۸۰۰میګاولټ ته د ارغندې سب سټېشن ظرفیت لوړول او ۸۰۰ میګاواټه ته د کابل – شیخ مصري ۲۲۰ کیلوولټ مزي تمدیدول شامل دي.
ویل کیږي ۱۲۶ میګاولټ په ظرفیت د ننګرهار شیخ مصري سب سټېشن قرارداد به هم لاسلیک شي.
د برېښنا شرکت د مسئولینو په خبره، دغه پروژې د برېښنایي سرچینو براختیا، د سراسري شبکې پیاوړتیا، او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د انرژي برخه کې د دوه اړخیزو همکاريو پراختیا په موخه ترتیب شوې دي.