د زمري ۲۸ مه عمومي رخصتي اعلان شوه
کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د زمري ۲۸ مه له انګرېزي استعمار څخه د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخیستلو ورځې په مناسبت عمومي رخصتي ده.
وزارت وايي، سږ کال د زمري ۲۸ مه چې له انګریزي استعمار څخه د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستلو ۱۰۶ کالیزې سره برابره ده په ویاړ یې په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
یاده دې وي، چې ۱۰۶ کاله وړاندې اشغالګر انګریزان د وخت مجاهدینو لخوا په افغانستان کې مات او په دې ډول افغانستان له پخواني انګلستان ازادي واخېسته.