د کورنیو چارو وزیر سره د اروپایي اتحادیې شارژدافیرې کتلي

د کورنیو چارو وزیر سره د اروپایي اتحادیې شارژدافیرې کتلي افغانستان

د افغانستان کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره د اروپایي اتحادیې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ په کابل کې کتلي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، چې دې کتنه کې دواړو لوریو د افغان مهاجرینو ملاتړ، بشري او روغتیايي مرستو دوام، نشه يي توکو او انساني قاچاق مخنیوي په موضوعاتو غږېدلي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې کتنه کې همداراز د کاري فرصتونو رامنځته کولو، خوندي امنیت او د معتادینو د درملنې او روزنې په برخه کې د همکارۍ پر موضوعاتو هم بحثونه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې افغان چارواکو تل د نړېوالو بنسټونو استازو سره کتنه کې د روږدو درملنې او کروندګرو ته د نشه يي توکو بدیل کښت برخو کې د همکاریو په موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

تړلي موضوعات