تازه نږدې ۶۰۰ په نشه روږدي کسان د درملنې په موخه راټول شوي

تازه نږدې ۶۰۰ په نشه روږدي کسان د درملنې په موخه راټول شوي افغانستان

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت خبر ورکړی، چې څو ولایتونو کې ۵۹۱  تنه روږدي د درملنې په موخه راټول شوي دي.

یاد معینیت پر اېکس ویلي، چې د راټولو شویو له جملې یې ۲۹۵ په هرات ولایت کې، ۲۵۷ په هلمند ولایت کې او پاتې ۳۹ یې په بلخ، سمنګان، میدان وردګ، زابل، فراه او پروان ولایتونو کې راټول شوي دي.

د سرچینې په خبره، چې یاد روږدي کسان د درملنې په موخه روغتیايي کمپونو ته ور پېژندل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته په لسګونو زره روږدي کسان د هېواد له ښارونو راټول شول او د درملنې په موخه ځانګړو روغتیايي مرکزونو ته ولېږدول شول.

تړلي موضوعات