ا.ا خیبر پښتونخوا کې د سېلابونو له امله پر پېښځپلو خواشیني ښودلې
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خپره شوې اعلامیه کې راغلي، اسلامي امارت د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د وروستيو ورښتونو او سېلابونو له امله په رامنځته شويو تلفاتو خپله ژوره خواشيني ښيي.
یاد وزارت لیکلي، اسلامي امارت د دې غمیزې له امله پېښځپلو ته د رحمت، ټپیانو لپاره د بشپړې روغتیا او د اغیزمنو کورنیو لپاره د صبر او تسلیت غوښتنه کوي.
یاده دې وي، چې تېره ورځ د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت کې سېلابونه راوتلي، چې تر دې دمه پکې ۳۴۹ کسان مړه او ټپیان او له شلو زیات نور لا درکه دي.