د اسلامي امارت وزیران نور چارسمبالي نه دي
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د اسلامي امارت د مجاهدینو په لاس او د الله ج په نصرت د سترې سوبې او د امریکا او د هغوی د ملاتړو له اشغال څخه د افغانستان د فتحې څلورمې کلیزې په مناسبت پیغام کې ویلي، افغانستان کې د شرعي نظام راوستلو لپاره افغانانو له شاوخوا پنځو لسیزو زحمتونه او قربانۍ وګاللې.
د اسلامي امارت مشرتابه پیغام کې حکومتي مسئولینو ته لارښوونه شوې چې د شرعي نظام او مسلمانانو په خدمت کې و اوسئ او د خلکو سوکالۍ او ارامۍ لپارههڅې وکړئ.
پیغام کې دا هم ویل شوي، چې د امارت ټولو وزیرانو او کابېنې ته دې نور د چارسمبالي کلمه نه کارول کیږي.
امیرالمومنین همداراز غوښتنه کړې، چې ټول مسئولین باید د جهاد په لار کې د شهیدانو کورنۍ په یاد ولري، د یتیمانو پالنې او ساتنې پوره خیال وساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې له نن څلور کاله وړاندې د زمري په ۲۴مه افغانستان د اشغال له ختمیدو وروسته د یوه سپيڅلي شرعي نظام خاوند شو، له څو لسیزو وروسته په ټول وطن کې سرتاسري امن راغی، خلک د شرعي قوانینو په رڼا کې له فساد، ظلم، غصب، مخدره موادو، غلا، چور او تالان څخه وژغورل شول، د افغانستان د آبادۍ او بیا رغیدو ته زمینه برابره شوه او افغانان له ژبني، قومي، سمتي، ګوندي، او نورو اختلافونو وژغورل شول.