د زمري ٢٤مه د افغانستان د ريښتينې ازادۍ ورځ

د زمري ٢٤مه د افغانستان د ريښتينې ازادۍ ورځ افغانستان
د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنېدو او فتحې څلورمه کالیزه

اسلامي امارت له نن څخه ټيک څلور کاله وړاندې په همدې ورځ کابل فتحه او د دويم ځل لياره يې د واک واګي په لاس کې واخیستې.

اسلامي امارت له شل کاله پرلپسې او نه سترې کېدونکې مبارزې وروسته د ۲۰۲۱کال د اګست په ۱۵مه په بشپړ ډول د امریکا او ملاتړو تغر ورټول او هېواد ته یې عظیمه فتحه راوړه.

په هېواد کې د اشغال تر پای او اسلامي نظام حاکمیت وروسته افغانانو د ارام ساه واخېسته.

دا دې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څلور کله پوره شول په دې موده کې افغان حکومت په سیاسي، اقتصادي، بیارغونې، امنیت او نورو برخو کې هغه څه وکړل، چې له تېرو څو لسیزو راهیسې یې ساری نه لیدل کیږي.

نن ورځ هم په ټول هېواد کې امنیتي ځواکونو د دې ورځې د لاښې نمانځنې لپاره غوره امنیتي تدابیر نیولي و د پلازمینې سړکونه بېلابېلو شعارونو او اسلامي امارت په بیرغونو ښکلي شوي.

حکومت هم د دې ورځې د نمانځنې لپاره ځانګړي پروګرامونه نیولي، تاسو کولی شئ د حریت راډیو ټولنیزې رسنۍ وڅارئ.

تړلي موضوعات