سبا د هېواد مهم پاشدان بند ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي

سبا د هېواد مهم پاشدان بند ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي افغانستان

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې سبا پنجشنبه د هرات ولایت کرخ ولسوالۍ د پاشدان اوبو لګولو او برېښنا د تولید بند پروژه ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.

یاد وزارت ویلي، چې دا مهمه پروژه به د وزارت رهبري، د حکومت لوړ پوړو چارواکو او ځايي خلکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې چارې په داسې حال کې بشپړېږي چې یوه ورځ وروسته د اسلامي امارت د بیا حاکمیت څلور کاله پوره کیږي.

تړلي موضوعات