موسسات دې خلکو ته د مرستو وېش پر ځای اساسي کارونه وکړي
پېښو سره د مبارزې ملي ادارې رئیس ملا نورالدین ترابي د اوچا رئیسي ازابیل سره کتنه کې ويلي، هڅه کوي له بېلابېلو لارو زیانمنو ته رسېدنه وکړي.
پېښو سره د مبارزې ادارې د ترابي له قوله ویلي، ټول موسسات دې خلکو ته اساسي کارونه وکړي، څو له مرستو په ښه ډول استفاده وشي.
ښاغلي ترابي بادغیس کې د وچکالۍ له کبله د ۲۷۵۰ کورنیو بې ځایه کېدو ته په اشارې ویلي، دغه ستونزه باید ژر تر ژره حل شي.
بلخوا د اوچا مشرې ویلي، سره له دې چې بودیجه کې یې د پام وړ کموالی راغلی خو بیا هم په دې لټه دي، چې زیانمنو کورنیو ته پر وخت رسېدنه وکړي.