افغانان به د روغتیا په برخه کې د بهرنیو هېوادونو له احتیاجه خلاصوو
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد وايي، چې نور به افغانان د روغتیا په برخه کې د بهرنیو هېوادونو له احتیاجه خلاصوي او په کور دننه به ورته معیاري روغتیایي خدمات رسوي.
عامي روغتیا وزارت پر خپله اېکس پاڼه د ډاکټر قلندر عباد له قوله ویلي، له خپل ولس سره یې دا ژمنه ده، چې په کور دننه به افغانانو ته له نړېوالو معیارونو سره سم روغتیايي خدمات چمتو کوي او هغوی به د بهرنیو هېوادونو له احتیاج څخه خلاصوي.
نوموړي زیاته کړې، هڅه کوي، چې د هېواد هرې برخې ولس ته معياري او عادلانه روغتیایي خدمات ورسوي او په دې برخه کې افغانان د بهرنیو له احتیاج څخه خلاص کړي.
عامې روغتیا وزیر همداراز له خپل ولس سره ژمنه کړې چې هغو لرې پرتو سیمو کې چې روغتیایي خدمات نشته، هلته به هم روغتیایي خدمات ورسوي.