کابل کې د چین سفیر: د الشفا روغتون بیارغونې، پراختیا او تجهیز کې مرسته کوو
کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ له الشفا روغتون څخه د لیدنې پر مهال ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د دې روغتون د بیارغونې، پراختیا او تجهیز برخو کې مرسته وکړي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي هم د تخصصي او ثانوي روغتیایي خدماتو وړاندې کولو کې الشفا روغتون مهم بللی او د یاد روغتون بیارغونې او په پرمختللو طبي وسایلو یې د سمبالولو ټینګار کړی.
د عامې روغتیا وزیر او د چین سفیر داسې مهال له الشفا روغتون لیدنه کړې، چې اسلامي امارت تېرو درېیو کلونو کې د جمهوریت روغتون په ګډون د یو شمېر مهمو روغتونونو بیارغونې چارې پیل کړې دي.