افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې روغتیا
کابل کې د ازبکستان سفیر سره د عامې روغتیا وزیر کتنه

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي افغانستان کې د ازبکستان سفیر اویبیک عثمانوف سره د کتنې په مهال له هغه هېواده افغانستان ته د درملو او طبي توکو پر واردولو، روغتیا برخه کې پر همکارۍ او افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې، ښاغلي جلالي د خبرو په مهال د روغتیا په برخه کې دوه اړخیزې اړیکې مهمې وبللې او ناروغانو ته یې د معیاري خدماتو د رسولو په برخه کې د اړتیاو په پوره کولو ټینګار وکړ.

ناسته کې ازبکستاني پلاوي د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او باکیفیته درملو صادرولو برخه کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.

تړلي موضوعات