تېر کال څه باندې ۵۱ زره په توبرکلوز ناروغۍ اخته کسانو درملنه شوې

تېر کال څه باندې ۵۱ زره په توبرکلوز ناروغۍ اخته کسانو درملنه شوې روغتیا
انځور ارشیف

د عامې روغتیا وزارت مسؤلین د توبرکلوز ناروغۍ په وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، دغه وزارت توانېدلی چې تېرکال ۵۱ زره او ۳۱۹  کسان چې په توبرکلوز ناروغۍ اخته و درملنه یې کړې.

 د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوی عبدالولي حقاني کابل کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په مهال ویلي، د توبرکلوز (نري رنځ) ناروغۍ په وړاندې مبارزه د عامې روغتیا وزارت له لومړیتوبنو څخه دی او له همکارو بنسټونو یې وغوښتل چې په اړونده برخه کې له یاد وزارت سره همکاري زیاته کړي.

 بل لور د روغتیا نړیوال سازمان د یادې ورځې په مناسبت ویلي، چې افغانستان کې د یادې ناروغۍ په وړاندې له مبارزې ملاتړ کوي.

 نن د مارچ میاشتې ۲۴مه چې د توبرکلوز ناروغۍ په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده، په موخه یې د افغانستان عامې روغتیا وزارت په همدې اړه خلکو ته د پوهاوي کچې لوړوالي لپاره پروګرامونه وړاندې کوي.

تړلي موضوعات