حوثي ځواکونو یمن کې د امریکا ۷ پرمختللې الوتکې ویشتلې
یمن کې حوثي ځواکونو تېرو شپږو اونیو کې د امریکا ۷ ریپر ډرون الوتکې ویشتلې، چې ارزښت یې څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالره کیږي.
اسوشتېد پرېس خبري اژانس راپور کې د یوې پټې دفاعي سرچینې په حواله لیکلي، د دغو الوتکو له ډلې درې یې تېره اونۍ هدف ګرځېدلې او زیاتوي، چې یمن کې د حوثي ځواکونو له لوري په الوتکو نښه پخه او پر ځای شوې.
دغې دفاعي سرچینې زیاته کړې، چې بې پیلوټه الوتکې د بریدونو او څار په مهال په نښه شوې او بېلابېلو سیمو کې لوېدلي.
راپور کې راغلي، د امریکا له لوري یمن کې پر حوثي ځواکونو د تېرې مارچ میاشتې له ۱۵مې راپدېخوا بریدونه پیل شوي دي.
اژانس د خپلو سرچینو په حواله زیاتوي، چې د امریکا د بریدونو زیاتوالی کولی شي د الوتکو لپاره په یمن کې خطر زیات کړي.
یاده دې وي، چې یمن کې یادې ویشتل شوې ۷ ډرون الوتکې د جنرال اتمیکس شرکت لخوا جوړې شوې، چې هره یوه یې ۳۰ میلیونه ډالره لګښت لري او دا مهال د امریکا پرمختللو بې پیلوټه الوتکو څخه شمېرل کیږي.