ملګري ملتونه: د بشري مرستو لېږد سربېره غزه کې وضعیت تر ټولو ناوړه حالت ته رسېدلی

ملګري ملتونه: د بشري مرستو لېږد سربېره غزه کې وضعیت تر ټولو ناوړه حالت ته رسېدلی نړۍ
غزې ته د بشري مرستو په ټکني لېږد د ملګرو ملتونو نیوکه

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، غزې ته د بشري مرستو له لېږد سره سره بیا هم هلته وضعیت تر ټولو سخت حالت ته رسېدلی.

دوجاوریک د اشغالګر رژیم له لوري د مرستو په پڅ لېږد او شته خنډونو نیوکه کړې په خبره یې، د زرګونو لاریو له ډلې تر اوسه یوازې ۲۰۰ لارۍ مرستې غزې ته دننه شوې دي.

په اشغالګر اسرائیلو د نړېوالو تر فشارونو وروسته یاد رژیم د غزې ۸۸ ورځنۍ بشپړه کلابندي ماته او هلته د بشري مرستو خورا ټکنی لیږد پیل شو.

د غزې قدس رسنۍ د راپور له مخې شاوخوا ۵۰ زره لارۍ مرستې غزې څنډو کې درول شوې او غزې ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي. 

تړلي موضوعات