کندهار پوهنتون کې څلور ورځنی ملي کنفرانس پیل شو
د لوړو زده کړو وزارت په مشرۍ د اسلامي تقافت مضامینو د تدریس ارزښت او تاثیر په نوم کندهار پوهنتون کې څلور ورځنی ملي کنفرانس پيل شو.
د لوړو زده کړو وزارت ویلي، دغه کنفرانس چې د ننګرهار پوهنتون له لوري کندهار کې ترسره کیږي نن دوشنبه د اسلامي امارت د مشرتابه په وینا پیل شو.
یاد کنفرانس کې د اسلامي ثقافت مضامینو استادان او دیني جامعاتو استادان ګډون کړی چې د څلور ورځو لپاره به د اسلامي ثقافت مضامینو د تدریس په ارزښت او تاثیر خبرې وکړي.